د سټنډرډ ملي ادارې د کندهار څانګې په فعالیت پیل وکړ

Moasaq_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۳ - ۱۳:۴۵
د سټنډرډ ملي ادارې د کندهار څانګې په فعالیت پیل وکړ

شنبه ۲۳/لیندۍ/۱۳۹۸

د سټنډرډ ملي ادارې( انسا) د کندهار څانګې( آمریت) په فعالیت پیل وکړ او عیسی نورزی د دغه آمریت د آمر په توګه معرفي شو. د دغې ادارې لوی رئيس ډاکټر محمد موسی عَلَمي او ورسره پلاوي د تېرې چهارشنبې په ورځ دغه ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د والي حیات الله حیات، د کندهار د صنعت او سوداګرۍ رئيس حاجي علاوالدین، د صنایعو او معدنونو خونې مسءولینو او یو شمېر ځایي چارواکو په ملتیا د سټنډرډ ملي ادارې د کندهار څانګه پرانیسته.

دغه څانګه چې له دې وروسته به د تولیدي او وارداتي توکو د كيفيت د كنټرول او معياري كولو په برخه كي كار كوي، د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ له زیاتو هڅو وروسته فعالیت پیل کړ.

د انسا د لوی رئيس ښاغلي عَلَمي په وینا چې هڅه کوي تَر څو د تولیداتو، صادراتو او وارداتو کیفیت تضمین کړي او همدارنگه د هيواد په اقتصاد كي د پام وړ وده او پرمختګ وشي.

د کندهار والي حیات الله حیات د خپلو خبرو پر مهال د دغې ادارې پر پرانیستو خوښي وښوده او مننه یې وکړه چې د دې ولایت د وارداتو او داخلي توکو د کیفیت لوړونې لپاره هڅې کېږي.

ښاغلي عَلَمي د دغه سفر په لړ کې له سلاکار وزیر او ولایت مقام مرستیال ښاغلي اغا لالي دستګیري سره هم وکتل چې پر یو شمېر مسایلو یې خبرې اترې وکړې تر څو د سټنډرډ ملي ادارې فعالیتونه په ښه ‌‌‌‌‌‌ډول سره په یاد ولایت کې پر مخ ولاړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د کندهار څانګې په فعالیت پیل وکړ