د جیمولوجي ګوهر پېژندنې له لابراټوارونو لیدنه وشوه او دغه راز د قېمتي ډبرو د پېژندنې، کیفي تثبیت او صادارتو د کړنلارې په ترتیب کار کېږي.

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۹:۳۷
د جیمولوجي (ګوهر پېژندنې) له لابراټوارونو لیدنه وشوه او دغه راز د قېمتي ډبرو د پېژندنې، کیفي تثبیت او صادارتو د کړنلارې په ترتیب کار کېږي.

۶/لړم/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي اداره د قېمتي ډبرو د پېژندنې، کیفي تثبیت، پروسس او صادارتو پر یوې کړنلارې او په دې برخه کې د خصوصي سکټور د جلب لپاره جدي کار کوي.

د دې ادارې لوی رییس انجنیر ذبیح الله زیارمل د (قلب راه ابریشم) کمپنۍ له یوه متخصص کلیوړ سیتول سره په ناسته کې د افغانستان د قېمتي ډبرو، منرالي او معدني موادو د تفکیک، کیفي تثبیت او پروسس او دغه راز د ځمکپېژندنې د لابراټوارونو د ایجاد او همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي زیارمل و ویل افغانستان په نړۍ کې له کولمبیا هېوادو وروسته دویم هېواد دی چې پراخه او کیفیت لرونکې قېمتي ډبرې لري. هغه زیاته کړه اوس د دې وخت دی چې افغانستان د دغو قېمتي ډبرو د پېژندنې او کیفي تثبیت لابراټوارونه ایجاد کړي او دغه ډبرې په کورني او نړیوال بازار کې مطلوب باور ترلاسه کړي. د هغه په خبره د لابراټوارونو ایجاد د افغاني قېمتي ډبرو د کورني او نړیوال بازار پر باور مثبت اغېز پرې باسي.

د دې ترڅنګ کلېوړ سیتول د ښاغلي زیارمل د خبرو پر تایید و ویل چې افغانستان د قېمتي ډبرو په برخه کې غني هېواد دی، خو په وینا یې منظم استخراج او پروسس ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، قلب راه ابریشم کمپنۍ د دې ډبرو په پېژندنې، تراش، پروسس او کیفي تثبیت په برخه فعالیت کوي چې مجهز لب لري او بېلا بېلې ډبرې په کې تثبیتوي. نوموړي په دې برخه کې له سټنډرډ ملي ادارې سره د پوره همکارۍ ژمنه وکړه او په خبره یې د لابراټوارونو ایجاد په دې برخه کې زیات کار ته زمینه برابروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴۹
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د یو شمېر مسلکي بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه

د معیار او کیفیت ادارې د مطابقت ارزونې ریاست اړوند د ډبرو سکرو لابراتوار تخنیکر؛ د ډبرو، خښتو، قیر او اسفالت جیو تخنیکي تخنیکر؛ د سمنټو، کانکریټو، ګچو او چونې لابراتوار تخنیکر؛ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۳۳
Background image

د معیار او کیفیت ادارې په کابل ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو له سکټور څخه څارنه وکړه

د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون د محترم مقام د لارښوونې پر اساس، ګډې څارونکې کمېټې د کابل په ښار او ولسواليو کې د اوسپنيزو توکو د تولید په برخه کې د داخلي معیارونو د پلي کولو د ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

BACK TO NEWS

د جیمولوجي ګوهر پېژندنې له لابراټوارونو لیدنه وشوه او دغه راز د قېمتي ډبرو د پېژندنې، کیفي تثبیت او صادارتو د کړنلارې په ترتیب کار کېږي.