په سټنډرډ ملي اداره کې په ملي قوانینو کې له ښځو د ملاتړ ورکشاپ ترسره شو.

Moasaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۹:۹
په سټنډرډ ملي اداره کې په ملي قوانینو کې له ښځو د ملاتړ ورکشاپ ترسره شو.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له لوري د سټنډرډ ملي ادارې د جنډر امریت په همکارۍ د (په ملي قوانینو کې له ښځو ملاتړ) تر نامه لاندې ورکشاپ ترسره شو. په دغه ورکشاپ کې چې د دې ادارې د بېلا بېلو برخو کارکوونکو په کې برخه لرله، په اساسي قانون، کار قانون، مدني قانون، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او د جزا کوډ په اړه معلومات وړاندې شول.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اساسي قانون د ښځو حقوق په رسمیت پېژندلي دي او په انساني کرامت او بشري حقوقو کې مساوي او له نارینه سره برابر حقوق ورکړل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې په ملي قوانینو کې له ښځو د ملاتړ ورکشاپ ترسره شو.