په سټنډرډ ملي اداره کې د تخنیکي کمیټې لخوا د معادنونو په سټنډرډونو په اړه غونډه جوړه شوه

Moasaq_admin
Sat, Jun 24 2023 10:43 AM
په سټنډرډ ملي اداره کې د تخنیکي کمیټې لخوا د معادنونو په سټنډرډونو په اړه غونډه جوړه شوه

 د  سټنډرډ ملي ادارې د معادنونو معیارونو د لوړولو تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه. دغه غونډه د ادارې سټنډرډونو ریاست د غونډو په تالار کې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد اصف قانت, د کميټې رئیس ,غړو او اړونده څانګو مسلکي کارپوهانو په ګډون جوړه شوه. په لومړي سر کې د غړو معرفت ترسره شو وروسته په غونډه کې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد اصف قانت ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست وویل او د معادنونو د سټنډرډونو په ارزښت خبرې او ټینګار وکړ. 

د کمیټې رئیس د کمیټې  سکرتر ته دنده وسپارله چې د لاندې مواردو په هکله په معتبرو نړیوالو سرچینو  کې لټون او تحقیق وکړي او کمیټې ته راپور ورکړي. 

1: د کان کیندنې، پلان جوړونې، سروې کولو او جیولوژي په برخه کې سټنډرډونه
 ۲: د کانونو اکتشاف سټنډرډونه
 ۳: د کانونو سټنډرډونه
4: د کانونو په ساحه کې د روغتیا او خوندیتوب په څانګه کې سټنډرډونه
5: د چاودیدونکو توکو په کارولو کې سټنډرډونه
6: د تزئیني ډبرو پروسس څانګه کې سټنډرډونه 
7: د کانونو په ساحه کې د چاپیریال سټنډرډونه

په پای کې د راتلونکي لپاره کمیټې د کاري پلان په اړه هر اړخیزه او تخنیکي بحثونه وشول. د معادنونو سټنډرډونه د خورا مهم معیارونو څخه دي چې په نړیوالو بازرونو کې ځانته ارزښت لري.

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:05 AM
Background image

Technical Meeting on the Development of Textile and Leather Standards Held at the Standard and Quality Authority

A technical meeting of the textile and leather standards development committee of the Authority of Standard and Quality was held to review and finalize several draft technical standards. . .

Wed, Oct 22 2025 10:18 AM
Background image

Meeting on the Development of Environmental Standards Held at the Standard and Quality Authority

The technical committee meeting on the development of environmental standards was held at the Standard and Quality Authority with the aim of reviewing and finalizing the draft standards. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د تخنیکي کمیټې لخوا د معادنونو په سټنډرډونو په اړه غونډه جوړه شوه