د سټنډرډ ملي ادارې او سوداګرۍ او صنعت وزارت.

Moasaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۹:۵۸
د سټنډرډ ملي ادارې او سوداګرۍ او صنعت وزارت.

ترمنځ غونډه ترسره سوه.

دغه غونډه چې د ۲۲/ چنګاښ/۱۴۰۰ نېټه په سوداګرۍ او صنعت وزارت کې ترسره شوه، د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي عمومي رییسې انجنیر ساناز سلیمي، د دغه وزارت معین محمد سلمان بن شاه او د اړونده برخو یو شمېر مسوولینو په کې برخه لرله.

په دغه ناسته کې د تولیدي، صادراتي او وارداتي محصولاتو د کیفیت ملي بنسټ پر طرحه بحث او نظرونه وړاندې شول. دغه راز د مرکزي جواز ورکولو او د صاداراتو د پروسې مرکز په ځای کې د سټنډرډ ملي ادارې د غرفې ایجاد، د معیاري محصولاتو د تلپاتې نندارتون ایجاد، د افغانستان د ملي سټنډرډ نښان په ترویج کې همکاري او د سوداګرۍ او صنعت وزارت او انسا ادارې ترمنځ پر یو شمېر نورو همکاریو هوکړه وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې او سوداګرۍ او صنعت وزارت.