د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد رياست د ادارې د کارکوونکو لپاره د تشويق او دعوت پروګرام جوړ کړ.

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۲:۶
د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد رياست د ادارې د کارکوونکو لپاره د تشويق او دعوت پروګرام جوړ کړ.

د  سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد ریاست د ادارې کارمندانو لخوا د دعوت او تشویق پروګرام پیل کړ. په غونډه کې د سټنډرډ. ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د دې ادارې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي نور احمد یاسر، محترم مولوي وحید احمد بدري، د ادارې ټولو څانګو رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.  دغه برنامه چې د دعوت او ارشاد په بهیر کې د ټولو کارکوونکو د ګډون په موخه جوړه شوې وه، چې د هر مسلمان دیني دنده ده.
غونډه دالله پاک دکلام د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د ادارې یو شمیر کارکوونکو په دیني مسایلو خبرې او ویناوې وکړې. د دعوت او ارشاد رياست د کارکوونکو له ويناوو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې موږ ټولو کارکوونکو ته دا موقع ورکوو، چې خپل ديني مطالب خپلو کارکوونکو ته وړاندې کړي او د دعوت او تبليغ هغه وظيفه سرته ورسوي، چې د. هر مسلمان دعوت او ارشاد دنده ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴۹
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د یو شمېر مسلکي بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه

د معیار او کیفیت ادارې د مطابقت ارزونې ریاست اړوند د ډبرو سکرو لابراتوار تخنیکر؛ د ډبرو، خښتو، قیر او اسفالت جیو تخنیکي تخنیکر؛ د سمنټو، کانکریټو، ګچو او چونې لابراتوار تخنیکر؛ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۳۳
Background image

د معیار او کیفیت ادارې په کابل ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو له سکټور څخه څارنه وکړه

د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون د محترم مقام د لارښوونې پر اساس، ګډې څارونکې کمېټې د کابل په ښار او ولسواليو کې د اوسپنيزو توکو د تولید په برخه کې د داخلي معیارونو د پلي کولو د ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد رياست د ادارې د کارکوونکو لپاره د تشويق او دعوت پروګرام جوړ کړ.