د سټنډرډ ملي ادارې د مرکز او ولایتي څانګو مالي کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۹:۲۱
د سټنډرډ ملي ادارې د مرکز او ولایتي څانګو مالي کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د سټنډرډ ملي ادارې مرکز او ولایتي د مالي څانګو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز ورکشاپ پیل شو. په دغه ورکشاپ کې د سټنډرډ ملي ادارې مالي او اداري آمر شمس الرحمن عکرمه او د دغه ادارې د ولایتي څانګو مالي مسؤلینو ګډون کړی وو. یاد ورکشاپ چې څلور ورځې دوام وکړ، د مالیې وزارت د مسلکي روزونکو له خوا په خورا مهمو مالي مسایلو لکه لګښتونه، د پیسو او معاشونو فورمې او نور مالي سیستمونه زده کړې وکړې. د سټنډرډ ملي ادارې مالي چارو آمر ښاغلي عکرمه د دغه ډول ورکشاپونو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د مالي څانګې د ټينګښت او پياوړتيا په موخه دا ډول پروګرامونه په لاره اچول د ادارې کارونه ته شفافیت او چټکتیا وربښي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د مرکز او ولایتي څانګو مالي کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو