سټنډرډ ملي ادارې په کابل کې د وسایطو یوه تولیدي فابریکه د معیاري کولو په موخه وڅارله.

ihsan_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۰:۱۰
سټنډرډ ملي ادارې په کابل کې د وسایطو یوه تولیدي فابریکه د معیاري کولو په موخه وڅارله.

سټنډرډ ملي ادارې د بجاج په نوم د کابل ښار بګرامي ولسوالۍ کې د وسایطو له یوې تولیدي فابریکې څخه څارنه وکړه. د دې ادارې د نظارت هیئت په دې فابریکه کې د تولید ډول، د تولید ظرفیت، او د سټنډرډونو رعایت کول وڅېړل.

یاد شرکت چې د موټر سایکل، رکشا او ورته نورو وسایطو په تولید کې فعالیت کوي، سپارښتنه ورته وشوه، څو خپل تولیدات د هېواد له کورنیو معیارونو سره سم عیار کړي. د دې نظارت موخه د داخلي تولیداتو معیاري کول، پیاوړتیا او په هېواد کې د کیفیت د سطحې لوړول دي. سټنډرډ ملي اداره له ټولو ملي سوداګرو او داخلي پانګوالو څخه غوښتنه کوي چې د هېواد ملي سټنډرډونو په پام کې نیولو سره سالمې سوداګرۍ او کاروبار ته وده ورکړي .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

سټنډرډ ملي ادارې په کابل کې د وسایطو یوه تولیدي فابریکه د معیاري کولو په موخه وڅارله.