د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې استازو د اسلامي هېوادونو لپاره د سټنډرډ او میټرولوژي انسټیټیوټ (SMIIC)  په عمومي غونډه کې ګډون وکړ

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۴:۵۸
 د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې استازو د اسلامي هېوادونو لپاره د سټنډرډ او میټرولوژي انسټیټیوټ SMIIC  په عمومي غونډه کې ګډون وکړ

د اسلامي هیوادونو لپاره د سټنډرډ او میټرولوژي انسټیټیوټ (SMIIC)  اوولسمه مه عمومي غونډه او د بورډ 24 مه غونډه (BOD) د نومبر په 21 کې په ترکیه کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د ملي ودانیزو کوډونو او د سټنډرډونو تدوین ریاست رئیس  دیپلوم انجینر غلام سرور همګام او د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي سلاکار ښاغلي محمد طارق "صافي" ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د ټولو اسلامي هېوادونو استازو برخه اخیستې وه، چې موخه یې په اسلامي هېوادونو کې د باکیفیته بنسټونو پراختیا او د مسلکي ظرفیتونو لوړول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې استازو د اسلامي هېوادونو لپاره د سټنډرډ او میټرولوژي انسټیټیوټ (SMIIC)  په عمومي غونډه کې ګډون وکړ