د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د کندهار ګروپ او RGC شرکتونو سره وکتل د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په خپل دفتر کې د کندهار ګروپ او RGC شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل.

Moasaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۰:۴
د  سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د کندهار ګروپ او RGC شرکتونو سره وکتل د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په خپل دفتر کې د کندهار ګروپ او RGC شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل.

په دې ناسته کې د  سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو سلاکار محمد طارق صافي، د ادارې ویاند عاشق الله وزیري او مالي او اداري چارو امر عکرمه صیب هم حضور درلود. دغه غونډه د نفتي توکو د کنټرول د ثبات د پروسې او د خصوصي شرکتونو له خوا د هغې د پلي کولو او پرمختګ پر څرنګوالي د بحث او کتنې په موخه جوړه شوې وه. د  ستندرد ملي ادارې عمومي ريس د يادو شرکتونو مسوولينو ته ښه راغلاست ووايه او ويې ويل؛ په هېواد کې د نفتي توکو معیاري کول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي او د سټنډرډ ملي ادارې د نفتي توکو د کیفیت د ثبات او کنټرول په موخه هر وخت هڅې کړي او دوام به لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د کندهار ګروپ او RGC شرکتونو سره وکتل د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په خپل دفتر کې د کندهار ګروپ او RGC شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل.