د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او د ازبکستان د سټنډرډ اژانس ترمنځ په انلاين بڼه ناسته تر سره شوه.

Moasaq_admin
Tue, Jul 27 2021 7:54 AM
د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او د ازبکستان د سټنډرډ اژانس ترمنځ په انلاين بڼه ناسته تر سره شوه.

۴/چنګاښ/۱۴۰۰

د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او د ازبکستان د سټنډرډ او مټرولوژۍ اژانس ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په موخه ناسته تر سره شوه. په دغه ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنيکي عمومي رييسې اغلې ساناز سليمي، د ازبکستان د سټنډرډ اژانس د بهرنيو اړيکو رييس او د دواړو لورو تخنيکي مسوولينو پکې برخه لرله.

په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو د سټنډرډ ادارو ترمنځ د هوکړې په ترسره کولو بحث او نظرونه وړاندې شول چې د دغې هوکړې له مخې به دواړه لوري د سټنډرډونو، مټرولوژۍ او مطابقت ارزونې په برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي.

د بهرنيو هېوادونو له سټنډرډ ادارو سره د اړيکو پياوړتيا د انسا ادارې له لومړيتوبونو څخه ده چې دغه اداره د سيمې په کچه د همکارۍ روحیې د رامنځته کولو په موخه نه‌ستړې‌کېدونکې هلې‌‌ځلې کوي.

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:05 AM
Background image

Technical Meeting on the Development of Textile and Leather Standards Held at the Standard and Quality Authority

A technical meeting of the textile and leather standards development committee of the Authority of Standard and Quality was held to review and finalize several draft technical standards. . .

Wed, Oct 22 2025 10:18 AM
Background image

Meeting on the Development of Environmental Standards Held at the Standard and Quality Authority

The technical committee meeting on the development of environmental standards was held at the Standard and Quality Authority with the aim of reviewing and finalizing the draft standards. . .

BACK TO NEWS

د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې او د ازبکستان د سټنډرډ اژانس ترمنځ په انلاين بڼه ناسته تر سره شوه.