د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت ارشاد ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او رسما یې په خپل کار پیل وکړ

ihsan_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۹:۱۰
د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت ارشاد ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او رسما یې په خپل کار پیل وکړ.

د سټنډرډ ملي ادارې د پشنهاد په اساس د ریاست الوزراء د محترم مقام د حکم پر بنسټ مولوي احمد الغازي د یادې ادارې د نوي رئیس په توګه معرفي او رسما یې دنده پیل کړه.

د معرفي په یادو مراسمو کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد اصف قانت، مالي او اداري مرستیال مولوي عطاءالله فرید او نورو ګڼو رئیسانو او مسؤلینو ګډون کړی و.

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال  مولوي محمد آصف قانت ښاغلي مولوی الغازي ته د نوې دندې د مبارکۍ تر څنګ وویل چې تغیر او تبدیل په نظام کې یو مهم اصل دی او دا چاره د کارونو د ښه سمونتیا او روڼتیا په خاطر ترسره کېږي.

یاد مراسم د کیفي تصدیق پاڼو د رئیس مولوي محمد حنیف مصباح په دعا سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت ارشاد ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او رسما یې په خپل کار پیل وکړ